OregonLawHelp.orgOregon Law Help

د عامه لګښت په هکله په حقایقو باندې پوه شئ

( دغه حقیقتپاڼه د حقوقي مشورو ځایناستې نه ده. ) اپډېټ شوې په 3-29-2021

د مارچ له 9، 2021 څخه، د پراخه شوو عامه لګښتونو تبعیضي قانون په دايمي توګه بند شوی دی، او نور د متحده ایالتونو په هېڅ ځای کې د تنفیذ وړ نه دی.  اوس، مهاجرین کولای شي په خوندي توګه هغه عامه امتیازات ترلاسه کړي چې د هغوی د روغتیا، تغذيې، او هستوګنې ملاتړ کوي، پرته له دې چې دوی ويره ولري چې د مهاجرت پر وضعیت باندې به يې اغېز وکړي.

 

ډېر پخوانی، ډېر محدود د عامه لګښتونو قانون بېرته پر خپل ځای راغلی، اما په یاد ولرئ چې:

  • اکثره مهاجرین د عامه لګښتونو له قانون څخه مستثنی دي.
  • ډېر هغه مهاجرین چې د عامه امتیازاتو لپاره په شرایطو پوره دي د عامه لګښتونو له قانون څخه مستثنی دي.
  • ډېری هغه امتیازات چې د مهاجر ماشوم یا د کورنۍ بل غړی يې ترلاسه کوي په متحده ایالتونو کې د مهاجرت د عامه لګښتونو د آزموينې په جریان کې نه حسابېږي.

 

ځينې هغه قسم مهاجرین چې باید د عامه لښګتونو په اړه اندېښنه ونلري، ترڅو چې هغوی له متحده ایالتونو څخه تر 6 میاشتو د ډېرې مودې لپاره نه وځي، هغوی دا دي:

 

د T یا U وېزې درخواست کوونکي/لرونکي

(ځينې له قاچاقبرۍ، محلي تاوتريخوالي، یا بل جرم څخه ژغورل شوي کسان)

  • ځانګړي کډوال ځوانان
  • د نظامي دندو فعالې کورنۍ، او نور
 
  • د هیواد بهر پناه غوښتونکي + په هیواد کې دننه پناه غوښتونکي
  • هغه خلک چې له مخکې څخه LPRs (دګرين کارډ لرونکي دي) په شمول د هغو کسانو چې خپل LPR کارتونه نوي کوي
  • VAWA ( د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قانون) عارضین

 

 

اوس، د عامه لګښتونو قانون یوازې له TANF (میاشتنيو نغدو پیسو له امتیازاتو) څخه د کډوال استفاده، د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د ټولنیز امنیت بیمه، او د حکومت له خوا د اوږدمهاله مراقبت لپاره تادیه په پام کې نيسي. 

 

 

ډېری امتیازات، لکه کوم چې لاندې په لېست کې موجود دي، خوندي دي، او نه حسابېږي

 د عامه لګښتونو په هره آزموینه کې: 

  • د لویانو او ماشومانو لپاره ميډيک ايډ (OHP)
  • د امېندوارو ښځو لپاره په شمول د هغو ښځو چې د لنګول يې 60 ورځې وتلې وي، ميډيک ايډ (OHP)
  • د امېندوارۍ د روغتیا پوښښ
  • بېړنی ميډيک اېډ (CAWEM)
  • د اوريګن تر پوښښ لاندې د ماشومانو ټول پروګرامونه
  • SNAP د خوړو امتیازات (د خوړو کپون)
  • د مسکن عامه خدمات او د 8 مې برخې سبسايډي مسکن
  • WIC ( د ښځو، نوو زيږېدلو ماشومانو، او هغو ماشومانو لپاره چې عمر يې 5 کاله دی، د خوړو مرسته)
  • ځانګړی تعلیم
  • په ښوونځي کې د ښوونځي د عمر لرونکو ماشومانو لپاره روغتیايي خدمات
  • د ټولنیز امنیت تقاعد
  • د ښوونځي غرمنۍ او EBT وبا
  • ميډي کېیر
  • د بېکارۍ بيمه
  • د خوړو له بانک یا بکسونو څخه خواړه
  • د کووېډ-19 آزموینه، مراقبت، او د واکسينو تطبیق
  • د ناورین یا بېړنۍ مرستې یا امتیازات

او ډېر ډېر نور!

پوښتنې لرئ؟

  • د مهاجرت له وکيل څخه مشوره واخلئ. د مهاجرت وکيل په لاندې پته ومومئ
  • https://oregonimmigrationresource.org/resources/?tab=legal-help
  • له حقوقي مرستو/د اورېګن د قانون د مرکز له عامه امتیازتو څخه په 1-800-520-5292 د عامه امتیازاتو/ د عامه لګښتونو د حقوقي مشورې په لټه کې شئ.
  • په عامه لګښتونو کې د تغیراتو په اړه ځان د چک کولو په واسطه باخبره ساتئ

 oregonimmigrationresource.org او www.protectingimmigrantfamilies.org